دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 213968
د سولې ولسي حرکت: افغانستان کې د ناامنیو خلاف غونډې او لاریونونه کوو
د سولې ولسي حرکت وايي، غواړي د پلازمېنې کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د روانو ناامنیو پرخلاف ولسي غونډې او لاریونونه وکړي.
د دغه حرکت غړي وايي، که څه هم په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې، چې له مخې یې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې ده، خو په افغانستان کې د ناامنیو لړۍ لا هم روانه ده.
د حرکت ویاند بسم اله وطندوست نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی دا غونډې او لاریونونه (نور جنګ د څه لپاره؟) په نوم پیلوي.
هغه زیاته کړه: "بیا هم بریدونه روان دي، تاوتریخوالی دی، بیا هم په جنګ کې موږ وژل کېږو، بیا هم په جنګ کې افغان ټوکر- ټوکر کېږي، زموږ مسجدونه، روغتونونه او زموږ جنازې په نښه کېږي، لا هم د جګړې په منځ کې عسکر او طالبان وژل کېږي، لا هم په ځمکنیو ماینونو ملکیان وژل کېږي."
ښاغلی وطندوست وايي، دوی به د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې ساتي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل شپږ میاشتني راپور کې چې تېره پنج شنبه خپور شو ویلي، لومړني ارقام ښيي چې د ۲۰۲۰م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ملکیانو په قصدي حملو کې تر ۸۰۰ زیات ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری
https://avapress.com/vdcepx8wvjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته