دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 213973
د درې اړخیزې غونډې ګډونوال:

طالبان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي

په دې غونډه کې د درې اړخیزه سياسي، اقتصادي او ټولنیزو همکاريو په اړه بحثونه وشول.
د هېواد په خبره، پاکستان او چين د بنديانو خلاصون له پروسې د ملاتړ ترڅنګ له وسله‌والو طالبانو غوښتي، څو له تاوتريخوالي لاس‌ واخلي او بين‌الافغاني مذاکراتو ته دې زمينه برابره کړي. په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي او کارپوهان په داسې غونډو کې د پاکستان ونډه مهمه بولي.
د مشرانو جرګې غړی ګلالی اکبر وايي، د افغانستان د سولې کلي له پاکستان سره ده او ياد هېواد بايد په دې پروسه کې صادقانه رول ولوبوي.
بل لور ته د چارو شنوونکي بيا د افغانستان سولې په پروسې کې د سيمې هېوادونو ښکېلول مهم یادوي.
د سياسي چارو شنوونکی علي فايز وایي، د افغان سولې پروسه د سيمې هېوادونو ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړي نننۍ درې اړخیزې غونډې ته په اشارې وويل، که دا غونډې په اسټراټيژيک چوکاټ کې پرمخ لاړې نه‌شي، نو ګټه به ونه‌لري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د شلو هېوادونو د استازو په ګډون د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع کنفرانس د افغانستان په نوښت او کوربتوب وشو. بهرنيو چارو وزارت ټينګار کوي، دا ناسته د سولې لپاره د سيمه‌ییزې اجماع د پياوړتیا په هدف شوې ده.
https://avapress.com/vdca0enue49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته