کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان او بدخشان کې د یوه طالب قومندان په ګډون ۱۶ جنګیالي وژل شوي

17 سرطان 1399 ساعت 16:49

د بغلان – سمنګان پر لویه لار له امنیتي سرتېرو سره په نښته کې لږ تر لږه ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د بغلان امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د دغې لویې لارې په اوږدو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او دغه لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.



د یادې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو ځوابي بریدونو کې طالب قومندان قاري جمعه ګل له خپلو جنګیالیو سره وژل شوی او د دوی بریدونه هم پر شاه تمبول شوي دي.
دغه راز د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثنا الله روحاني ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د یفتل ولسوالۍ پر پهندره سیمه بریدونه تر سره کړل؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او وسلوال طالبان یې شاتګ ته اړ کړل.
د روحاني د څرګندونو له مخې په دې نښته کې د طالبانو یو قاضي شمس الله نومی وژل شوی او دوه قومندانان ټپیان دي؛ خو امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتي. وسلوالو طالبانو د دغو دواړو پېښو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.


د مطلب کود: 213974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213974/په-بغلان-او-بدخشان-کې-د-یوه-طالب-قومندان-ګډون-۱۶-جنګیالي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com