دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 213974
په بغلان او بدخشان کې د یوه طالب قومندان په ګډون ۱۶ جنګیالي وژل شوي
د بغلان – سمنګان پر لویه لار له امنیتي سرتېرو سره په نښته کې لږ تر لږه ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د بغلان امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د دغې لویې لارې په اوږدو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او دغه لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

د یادې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو ځوابي بریدونو کې طالب قومندان قاري جمعه ګل له خپلو جنګیالیو سره وژل شوی او د دوی بریدونه هم پر شاه تمبول شوي دي.
دغه راز د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثنا الله روحاني ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د یفتل ولسوالۍ پر پهندره سیمه بریدونه تر سره کړل؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او وسلوال طالبان یې شاتګ ته اړ کړل.
د روحاني د څرګندونو له مخې په دې نښته کې د طالبانو یو قاضي شمس الله نومی وژل شوی او دوه قومندانان ټپیان دي؛ خو امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتي. وسلوالو طالبانو د دغو دواړو پېښو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
https://avapress.com/vdcbzfb5arhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته