خوښ ديک ۰

کرونا ویروس افغانستان کې د غنمو حاصلات کم کړي

د خوړو نړیوال سازمان ویلي افغانستان کې بزګران سږ کال د کرونا ویروس له مله زیانمن شوي او سږ کال به یې حاصلات هم د تیر په پرتله کم وي. دغه سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې سږ کال یې افغانستان کې مرستې ډیریږي او په کابل او ولایتونونو کې لس ۱۰ میلیون او ۲۰۰زرو کسانوباندې خواړه او نقدې پيسې ویشي.
کرونا ویروس افغانستان کې د غنمو حاصلات کم کړي

د کرنې وزارت هم منلي چې یو شمیر ولایتونو کې د غنمو حاصلات کم دي او سږ کال به دوه نیم میلیون ټنه غنم له بهره واردوي.
د هیواد یوشمیر ګرمو ولایتونو کې، لکه کندهار، ننګرهار، هلمند، خوست او لوګر کې د غنمو حاصلات ټول شوي، چې ځينو کې یې د تولید کچه د تیر کال په پرتله کمه ښودل شوې ده.
د کرنې وزارت معلومات ښيي چې افغانستان به سږ کال څلور نیم میلیونه ټنه غنم تولید کړي. کوم چې د اړتیا له کچې دوه نیم میلیون ټنه کم دي.
خو د هیواد ځينو ولایتونو کې بیا د غنمو تولید کې د تیر په پرتله زیاتوالی راغلی دی.
بادغیس یو له هغو ولایتونو نه دی چې د غنمو د تولید کچه یې د تیر کال په پرتله دولس سلنه زیاته ده.
خو په ټوله کې ویل کیږي چې کرونا ویروس د بزګرانو پر کارونو ناوړه اغیزه کړې ده.
 
سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود: 213975 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *