د کرنې وزارت هم منلي چې یو شمیر ولایتونو کې د غنمو حاصلات کم دي او سږ کال به دوه نیم میلیون ټنه غنم له بهره واردوي.
د هیواد یوشمیر ګرمو ولایتونو کې، لکه کندهار، ننګرهار، هلمند، خوست او لوګر کې د غنمو حاصلات ټول شوي، چې ځينو کې یې د تولید کچه د تیر کال په پرتله کمه ښودل شوې ده.
د کرنې وزارت معلومات ښيي چې افغانستان به سږ کال څلور نیم میلیونه ټنه غنم تولید کړي. کوم چې د اړتیا له کچې دوه نیم میلیون ټنه کم دي.
خو د هیواد ځينو ولایتونو کې بیا د غنمو تولید کې د تیر په پرتله زیاتوالی راغلی دی.
بادغیس یو له هغو ولایتونو نه دی چې د غنمو د تولید کچه یې د تیر کال په پرتله دولس سلنه زیاته ده.
خو په ټوله کې ویل کیږي چې کرونا ویروس د بزګرانو پر کارونو ناوړه اغیزه کړې ده.