کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انټر ساز مؤسسه د کندهار په روغتيايي برخو کې خدمات پيلوي

17 سرطان 1399 ساعت 16:53

« دوی په کندهار کي په روغتیایي او یو شمیر نورو برخو کي مرستي ترسره کوي او دا مهال په سپین بولدک، میوند او ژړۍ ولسوالیو کي هم‌مهاله پروژې لري او همدارنګه پلان لري، چي په ښار او شاولیکوټ ولسوالۍ کي هم ځیني پروژې تطبیق کړي، چي ډیر تمرکز به یې د روغتیايي سکټور پیاوړتیا ته وي او همداراز یې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کي د ترسره سویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه کندهار والي سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.»


د انټرساز مؤسسې استازو د کندهار والي حيات الله حيات سره د ليدنې پر مهال وويل، دوی غواړي دغه ولايت روغتيا برخه کې خدمات پيل کړي.
والي د دوی له دغه اقدام هرکلی وکړ.
د لیدني په پیل کي د انټر ساز موسسې راغلي پلاوي وویل:
« دوی په کندهار کي په روغتیایي او یو شمیر نورو برخو کي مرستي ترسره کوي او دا مهال په سپین بولدک، میوند او ژړۍ ولسوالیو کي هم‌مهاله پروژې لري او همدارنګه پلان لري، چي په ښار او شاولیکوټ ولسوالۍ کي هم ځیني پروژې تطبیق کړي، چي ډیر تمرکز به یې د روغتیايي سکټور پیاوړتیا ته وي او همداراز یې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کي د ترسره سویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه کندهار والي سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.»
کندهار والي حیات الله حیات د روغتیا په برخه کي د ټولو نړی‌والو خیریه بنسټونو او د انټر ساز موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په ګڼ شمېر روغتیايي برخو کي یې ولایتي ادارې سره همکاري کړې ده او ددغو همکاریو د دوام هیله یې څرګنده کړه.
کندهار والي وویل، تر دې وړاندي په ولسوالیو کي لږ شمېر ابتکاري پروژې عملي کېدې، ولي اوس د موسساتو او ولایتي ادارې ترمنځ همږغي پیاوړې سوې او هڅه کیږي چي په بېلابېلو برخو کي ولسوالیو ته پاملرنه زیاته سي.


د مطلب کود: 213976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213976/انټر-ساز-مؤسسه-د-کندهار-په-روغتيايي-برخو-کې-خدمات-پيلوي

آوا
  https://www.avapress.com