«د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د چنګاښ په ۱۷مه په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو رئیس اصیل نیازي هم شتون درلود، د خپل کار په دفتر کې یې په دې ولایت کې د پاکستان هېواد قونسل عبیدالله سره ولیدل» .
د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو په ډیپلوماتیکو،اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو خبرې وکړې او یو بل سره یې د همکارۍ ژمنې وکړې .