دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 213979
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي افغان دولت د طالبانو د نږدې ۴زرو بندیانو خوشې کولو سره بین الافغاني خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړې او اوس د طالبانو وار دی چې د تاوتریخوالي بندولو سره بین الافغاني خبرو لپاره عملي ګام واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هیواد نن کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې ناستې پای کې پر طالب وسله والو غږ وکړ چې جګړه بنده کړي او مخامخ خبرو لپاره چمتو شي.
کابل روانه اونۍ کې د دریو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کوربه دی.
ګران هیواد وویل د پرون ورځې ناسته کې د ایران، پاکستان او سعودي عربستان په ګډون د ۲۰هیوادونو استازو د طالبانو د جګړو دوام وغندل او له دوی یې وغوښتل چې جګړه ژر ختمه کړي، ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره زمینه برابره شي.
هغه همداشان وویل د نن ورځې درې اړخیزې ناستې یوه اصلي غوښتنه داوه چې طالبان باید نور جګړه بنده کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ افغان سولې لپاره د نړیوال اجماع جوړولو او پر طالبانو فشار اچولو لپاره یوه بله ناسته جوړه شي.
په دې ناسته کې به د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د سیمې او نړۍ د هیوادونو استازي د ویډیو کنفرانس له لارې برخه واخلي.
د افغانستان حکومت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو له ډلې، څه باندې ۵۰۰ تنه یې نه خوشې کوي.
همدې سره داسې رپوټونه هم خپاره شول چې بین الافغاني خبرې د نامعلوم وخت لپاره ځنډول شوي او د بندیانو تبادله ناکامه شوې ده.
خو طالبانو ته نږدې سرچینه سید اکبر اغا یک تلویزون سره خبرو دا خبر رد کړ چې کني د بندیانو تبادله له ناکامۍ سره مخ شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcguw9xyak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته