کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکارۍ د افغانستان، پاکستان او چین د ۳مې غونډې اجنډا وه

د صدای افغان خبری آژانس , 17 سرطان 1399 ساعت 18:24

افغانستان، پاکستان او چین د خپلو ستراتېژیکو اړیکو د پیاوړتیا اړوند د 'ستراتېژیک ډیالوګ' په نوم درېیمه غونډه وکړه.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو هر اړخیز بحث شوی دی.
د دې وزارت د چارواکو له قوله، دا غونډه چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۷» له غرمې وړاندې پیل شوه، په‌کې د درې‌واړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو معینانو ګډون کړی و او له طالبانو وغوښتل شول چې هر څه ژر تاوتریخوالی راکم او بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن سې شنبه رسنیو ته وویل، په دې وېډیو کنفرانس کې درې واړو هېوادونو د خپل‌منځي همکاریو د پیاوړتیا سربېره، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د افغانستان پر سوله، بین‌الافغاني مذاکراتو او د بندیانو په خلاصون هم بحث کړی دی.

 
هغه زیاته کړه: "دواړو هېوادونو، پاکستان او چین د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالب زندانیانو له خلاصون هرکلی وکړ او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر تاوتریخوالی راکم او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره ژر زمینه برابره کړي."
افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې پرون د 'افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس' تر عنوان لاندې پای ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د ګاونډیو او سیمې ۲۰ هېوادونو او دوه سازمانونو ګډون کړی و.
ګران هېواد زیاته کړه، په دې کنفرانس کې ګډون کوونکو د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي شدت وغانده او د کموالي غوښتنه‌یې وکړه.
ارګ هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر په پروني کنفرانس کې ویلي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، د سولې پروسه به له جدي خنډونو سره مخ شي.په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان له سولې وروسته د افغانستان د وضعیت او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو د ښکېلتیا موضوع ته په اشارې، دا ډول غونډې مهمې بولي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه عبداللطیف ارش ازادي راډیو ته وویل، پاکستان له اقتصادي اړخه پر چین ډېر متکي دی او په افغانستان کې خپلو اقتصادي موخو ته د رسېدو او په دې هېواد کې د ثبات لپاره پر پاکستان مثبت فشار واردولای شي.
ښاغلي ارش زیاته کړه: "زه فکر کوم دا ډول غونډې په اوس وخت کې د افغانستان لپاره مهمې دي. که چېرې د سیمې ستر قدرتونه، چین، روسیه، هند ایران او پاکستان د افغانستان د سولې لپاره صادقانه هڅې وکړي، دا تلاشونه کولای شي چې د سولې لپاره ګټور واقع شي."
کابل نن د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د یوې بلې غونډې کوربه دی
افغانستان له دې وړاندې هم له چین او پاکستان سره د ستراتېژیک ډیالوګ تر نوم لاندې دوه کنفرانسونه دایر کړي دي، خو درېیم‌یې داسې مهال کېږي چې روانه اوونۍ افغانستان له دې پرته د سولې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره د دوه کنفرانسونو کوربه دی.
افغانستان به همدا ډول د پنج‌شنبې په ورځ د سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا تر نوم لاندې د یوه بل کنفرانس کوربه وي چې په‌کې به د ناټو سازمان، ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او امریکا هم ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 213988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213988/امنیتي-سیاسي-او-اقتصادي-همکارۍ-د-افغانستان-پاکستان-چین-۳مې-غونډې-اجنډا-وه

آوا
  https://www.avapress.com