دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 213993
د بهسود ولسوالۍ کلي مېشتي او کوچیان یو بل پر تاوتریخوالي تورن وي
د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د کلیوالو او کوچیانو ترمنځ په وروستیو شخړو کې، دواړو لوري یو بل په تاوتریخوالي تورن وي.

د بهسود ولسوالۍ د کلي مېشتو استازي پر کوچیانو تور پورې کوي چې دوی د هغوی پر کورونو او کروندو برید کړی دی. خو په میدان وردګو کې د کوچیانو د شورا مشر دغه تورونه رد وي.
د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د کجاب د اوسېدونکو او په ګوله دښته کې د مېشتو کوچیانو تر منځ د بیاځلي نښتو له پیلېدو د اندېښنو په لړ کې د ولسي جرګې یو پلاوی د څېړنو په موخه دغې ولسوالۍ ته تللی دی.
د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې، د دوی کورونه په دې ولسوالۍ کې د مېشتو کوچیانو له لوري سوځول شوي او په دې برخه کې د عدالت غوښتنه کوي.
د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی محمد باقرنوري وايي:«د بهسود سیمې خلک، هغه خلک چې له دې اړخه یې ډېر زیان لیدلی. کډوال خلک دي. کورونه یې سوځېدلي او کروندې یې پایمال شوي دي.»
د بهسود ولسوالۍ په جګړه کې د قربانيانو له خپلوانو حاجي آقا محمدي هم وویل:«هغه ظلم چې شوی، تکیه خانه چې سوځول شوې، د ټولو نښې نښانې موجودې دي.»
له دې سره سم، دواړه لوري یو بل پر دې تورنوي چې د بهسود د جګړې د پرمخ بیولو لپاره له بهرنیو هېوادونو وسلې او نور مهمات ترلاسه کوي.
د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي:«دا واقعاً خپلو خلکو ته مو سپکاوی دی، چې راځې په فاطمیون او سپاه پاسداران تورن وئ؛ ته مرکزي دولت چې ستونزه لرې ولاړ شه خپله ستونزه له ایران سره حل کړه.»
د میدان وردګو د کوچیانو د سراسري شورا رییس امان الله احمدزی څرګندوي:«د هغوی په پنځه سوه او سل مټرۍ کې یوه یوه پوسته جوړه شوې چې د کجاب له درې تر دایمیرداد پورې په هرې پوسته کې لس لس تنه دي، په کوم شمېر کسان دي او دا مهمات له کومه کوي؟ او د هغووی ملاتړ څوک کوي؟»
خو د ولسي جرګې حقیقت موندونکی پلاوی چې د بهسود د ځایي خلکو او کوچیانو تر منځ د ترسره شوې جګړې د څېړنې په موخه یادې ولسوالۍ ته تللی ډاډ ورکوي چې، د دواړو لورو تر منځ د رامنځته شوي جنجال د پایته رسېدو لپاره به ډېر ژر د خپلو څېړنو پایلې له حکومت سره شریې کړي.
د بهسود پېښې لپاره د ولسي جرګې حقیقت موندونکي پلاوي غړی عبدالستار حسیني وايي:«زموږ ژمنه همدا ده چې تاسو ته حقیقت څرګند کړو او مجلس ته یې وړاندې کوو او ولسمشر ته یې هم وایوو.»
د بهسود پېښې لپاره د ولسي جرګې حقیقت موندونکي پلاوي بل غړی مهدي راسخ وویل:«له بده مرغه موږ په سیمه کې د کوچیانو پر لیدو بریالي نه شوو او د هغوی پر وړاندیز نه پوهېږو. د کلي ټول مېشت خلک په دې باور دي چې کوچیان باید مېشت شي او مرکزي سیمې د کوچیانو د مېشتېدو وړتیا نه لري.»
په بهسود ولسوالۍ کې د جګړې یو له اصلي لاملونو د ځمکې او څر ځایونو پر سر جنجال دی چې هر کال په پسرلي کې رامنځته کېږي. 
په دغې ولسوالۍ کې د دواړو لورو تر منځ د شاوخوا په اته کلنې جګړې کې لږ او ډېر ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو لا تر اوسه حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره کوم روښانه کار نه دی کړی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcco1qi12bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته