نیول شوي کسان لطف الله او احمدالله نومېږي چې د ګولایي دواخانې په سیمه کې یې د مولاعلي پر روغتون او یوې رسنۍ د برید پلان درلود.
د داعش یاد غړي د خیبر، ابو عمر او احمد په نومونو د درېیو کسانو له لوري داعش ډلې ته جذب شوي وو، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.
امنیتي ځواکونه هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د ترهګرو هر ډول پلانونه به له منځه یوسي.
یاده دې وي چې داعش ډلې تر دې وړاندې په کابل ښار کې د رسنیو په شمول پر روغتیایي مرکزونو او ورته نورو بنسټونه ځانمرګي او ډلهییز بریدونه ترسره کړي او ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.