کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: سږ کال حاجیان پر کعبې لاس نه شي‌ وهلی

18 سرطان 1399 ساعت 9:14


سعودي چارواکو د سږ کال حج مراسمو لپاره ځانګړي تدابیر اعلان کړي دي د سعودي عربستان چارواکو د کورونا وېروس وبا له کبله د سږ کال حج مراسمو لپاره ځانګړي تدابیر اعلان کړي دي.
د دې تدابیر له مخې حاجیان نشي کولی چې د کعبې پر دېوالونو او یا هم پر حجر اسود لاس راتېر کړي،‌ او همدا راز اړ دي‌ چې خپلو منځو کې یو نیم متر واټن هم وساتي.‌ سعودي‌ حکومت دوه اوونۍ وړاندې اعلان کړی و چې سږ کال به له نورو هېوادونو حاجیانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، او یوازې په سعودي کې مېشت محدود شمېر کسان به وکولی شي‌ چې حج وکړي.
د سعودي عربستان د ناروغیو د کنترول او ورسره د مبارزې ادارې د سږني حج لپاره یو لړ ځانګړي تدابیر اعلان کړل.
که څه هم د اوس لپاره خلکو اجازه لري‌ چې په حرم شریف کې لمونځ وکړي، خو د جولای میاشتې له ۱۸مې نېټې د راتلونکې اګست میاشتې تر دویمې نېټې به یوازې هغه کسان منا،‌ مزدلفې او عرفات ته د داخلېدو اجازه ولري‌ چې د حج اجازتلیک ورسره وي.


د مطلب کود: 214002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214002/کورونا-وېروس-سږ-کال-حاجیان-پر-کعبې-لاس-نه-شي-وهلی

آوا
  https://www.avapress.com