دغه پروژه به د ایران سیمهییزې هوکړې او په ځانګړې توګه د ایران، هند او افغانستان درې اړخیز تړون پیاوړی کړي، چې له دغه بندره ګټه اخیستل پکې شامل دي.
زمونږ حبریال زیاتوي، له یاد بندره ګټه اخیستل زیات شوي او د بارچالانۍ کچه یې درې نیم میلیونو ټنو ته رسېدلې ده.
ایراني چارواکي وايي، چاه بهار ته د رېل پټلۍ په غځېدلو سره به په ریل شبکه کې یو بدلون رامنځته شي او دغه راز تر افغانستان او مرکزي اسیا پورې به د بارچالانۍ لپاره مهمه وسیله وګرځي.
چا بهار هغه مهم بندر دی چې افغان سوداګر په اسانۍ کولی شي خپل سوداګریز توکي هېواد ته راولېږدوي.
افغانستان، هند او ایران د ۲۰۱۶ میلادي کال په مې میاشت کې د اوبو له لارې د یوه نړیوال دهلېز پر جوړولو هوکړه وکړه او تر هغه وروسته د چا بهار په رغنیزو چارو کې چټکتیا رامنځته شوه.