کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان سبا د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا کنفرانس کوربه دی

د صدای افغان خبری آژانس , 18 سرطان 1399 ساعت 9:29

ټاکل شوې ده افغانستان سبا (د پنجشنبې په ورځ د جولای په نهمه نېټه) د سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا په نوم د وېډیو کنفرانس کوربه وي.


په دې کنفرانس کې به د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا چارواکي ګډون وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو ویاند ګران هېواد په دې اړه رسنیو ته داسې وویل: "افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې د دوشنبې په ورځ د جولای په شپږمه نېټه د 'افغانستان د سولې لپاره د سمیه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس' تر عنوان لاندې پای ته ورسېد."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د ګاونډیو او سیمې ۲۰ هېوادونو او دوو سازمانونو ګډون کړی وو.
د دې ترڅنګ افغانستان له چین او پاکستان سره د ستراتېژیک دیالوګ تر نوم لاندې درې کنفرانسونه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو غونډو کې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو هر اړخیز بحث وشو.


د مطلب کود: 214005

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214005/افغانستان-سبا-د-سیمه-ییزې-او-نړیوالې-اجماع-پياوړتیا-کنفرانس-کوربه-دی

آوا
  https://www.avapress.com