خوښ ديک ۰

د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید شوی

د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ پر ودانۍ موټربم برید شوی
پېښه تېره شپه درې بچې او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، په یاد برید کې څلورو امنیتي سرتیرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې یو تن پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي. دی زیاتوي، د چاودنې له کبله مالي زیانونه هم اوښتي، کړکۍ او دروازې ماتې شوي او د دې ولسوالۍ ودانۍ ته زیان رسېدلی دی. بلخوا، ځینو امنیتي سرچینونو رسنیو ته ویلي، په شوي موټربم برید کې درې سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې
چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود: 214006 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *