دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 214014
د کريکولم نوی کول؛ د يو شمېر پوهنځي پر نصاب بيا کتنه کېږي
په هغې ناسته کې چې د یاد شويو کلسټرونو د پیلیدو لپاره د تدابیرو نیولو په موخه د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنوال صدیق الله بارکزي تر مشرۍ لاندې جوړه او د نصاب ملي کمېسیون یو شمیر غړو هم پکې ګډون کړی و، د کلسټرونو په کاري بهیر، د نصاب ملي کمېسیون د غړو د دندو او مسوولیتونو او د کلسټرونو د پیلیدو د کړنلارو په هکله خبرې وشوې.
ټاکل شوې چې د اقتصاد، ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځیو د تحصیلي نصابونو د نوي کولو او بیا کتنې کلسټرونو دویم پړاو ډیر ژر پیل شي.
د لوړو زده کړو وزارت راپور کې راغلي:
په هغې ناسته کې چې د یاد شويو کلسټرونو د پیلیدو لپاره د تدابیرو نیولو په موخه د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنوال صدیق الله بارکزي تر مشرۍ لاندې جوړه او د نصاب ملي کمېسیون یو شمیر غړو هم پکې ګډون کړی و، د کلسټرونو په کاري بهیر، د نصاب ملي کمېسیون د غړو د دندو او مسوولیتونو او د کلسټرونو د پیلیدو د کړنلارو په هکله خبرې وشوې.
د علمي برنامو د پراختیا رئیس وویل چې، د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه په لارښوونه ټاکل شوې ده چې د اقتصاد، ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځیو د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې کلسټرونو دویم پړاو د روغتیایې تدبیرونو په نظر کې نیولو سره په راتلونکي اونۍ کې پیل شي.
د نوموړي په وینا د یادو شویو پوهنځیو د نصاب بیا کتنه په لومړي پړاو کې مخکې بشپړه شوې او که کومه تخنیکي ستونزه ونلرو د دویم پړاو په تعقیب سره به دریم پړاو هم پیل کړو.
د یادونې وړ ده چې تر دا مهاله د ۴۹ تحصیلي څانګو نصابونه چې ۲۱ یې د انجنیري، ۱۵ یې د کرنې، ۸ یې د ښوونې او روزنې، ۳ یې د شرعیاتو او ۲ یې د حقوقو او سیاسي علومو څانګې دي، بشپړ او نوي شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchzknik23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته