کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نړيوالو ژورنالونو کې د کادري غړو د علمي مقالو د خپرولو پر مسودې خبرې وشوې

18 سرطان 1399 ساعت 10:59

په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د هیواد د علمي کادر غړو، څیړونکو او متخصصینو د علمي مقالو د خپرولو چارو د تنظیم او انسجام سند د مسودې پایته رسونې په موخه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ مؤظفې کمیټې ناسته وکړه.
دغه کمیټه د کابینې د پرېکړې پر اساس د اطلاعاتو او فرهنګ او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استازو په غړیتوب جوړه شوې ده.



د یاد شوي سند د وړاندې کولو څخه موخه، د افغان څیړونکو د مقالو نشرولو، علمي ترفیعاتو او د علم او پوهې د تولید په لاروچارو کې د هغوی د فعالې ونډې اخېستلو په موخه د معتبرو ژورنالونو پیژندنه، تشخیص او تفکیک دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د افغان څیړونکو د علمي مقالو د خپرولو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په یو نړیوال معتبر ژورنال کې د افغان څیړونکو د مقالو خپرول د هیواد د علمي او څیړنیزو بنسټونو د اعتبار د لوړولو سبب کیږي او له بله اړخه ددغو څیړنو لاسته راوړنې د هیواد په ګټه تمامیږي.
د نوموړي په وینا په دغه سند کې چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې د اړوندو ادارو په مشوره چمتو شوی دی د نړیوالو او ملي معتبرو ژورنالونو، د لیکوالانو د حقونو او مادي او معنوي امتیازاتو په هکله لازم توضیحات وړاندې کړای شوي دي.
 


د مطلب کود: 214015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214015/په-نړيوالو-ژورنالونو-کې-د-کادري-غړو-علمي-مقالو-خپرولو-پر-مسودې-خبرې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com