د غزني ځايي چارواکي وايي، د سړک غاړې ماين چاودنه کې د دغه ولايت د دهيک ولسوالۍ امنيه قومندان حبیب الله ووژل شو.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعهزاده وايي، طالبانو نن سهار څلور نيمې بجې د دهيک ولسوالۍ په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
جمعهزاده زياتوي، کله چې د دهيک ولسوالۍ امنيه قومندان حبیب الله غوښتل د يو شمېر نورو پولیسو سره د دې بريدونو د مخنيوي په هدف سيمې ته لاړ شي، موټر يې د سړک غاړې پر ماين ور برابر شو.
جمعهزاده وايي، په دې پېښه کې قومندان حبیب الله او دوه پولیس وژل شوي دي. د هغه په خبره، ماين د وسلهوالو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.
طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازو په دې ولایت د وسلهوالو طالبانو د شوني بريد په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
تر دې وړاندې افغان حکومت په سلګونو کمانډو سرتېري هم غزني ولایت ته د طالبانو د شوني بريد د مخنيوي په هدف استولي دي.