کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسيه: امريکا سره مو اړيکې مخ په خرابېدو دي

18 سرطان 1399 ساعت 11:16


د روسیې د ملي امنیت شورا وایي، د نیویارک ټایمز له لوري د طالبانو او روسيې په اړه د جعلي خبر تر خپرېدو وروسته د مسکو او واشنګټن تر منځ اړیکې د خرابېدو په حال کې دي.
هغه ویلي چې نیويارک ټایمز د افغانستان د وضیعیت څخه په ناخبرۍ داسې ادعا کړې چې هیڅ کوم لوري ته د منلو وړ نه ده.
دوی دغه راز ويلي چې امریکایي رسنۍ ناسم خبرونه خپروي، په داسې حال کې چې روسیې د دغه هیواد په اړه تل مثبت نظر درلود.
دا خبرې تر هغه وروسته کېږي چې امریکایي رسنۍ نیویارک ټایمز د روسيې په تړاو يو راپور خپور کړ، په دې راپور کې د روسيې د څارګرې ادارې يو يونېټ تورن شوی و چې ګواکې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکوي.
دغه راز روسیې هم د امریکا د استخباراتو یو شمېر غړي په افغانستان کې په قاچاق تورن کړي و.


د مطلب کود: 214019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214019/روسيه-امريکا-سره-مو-اړيکې-مخ-په-خرابېدو-دي

آوا
  https://www.avapress.com