دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 214024
د برازیل ولسمشر چې کرونا یې مسخره ګڼله په دغه ناروغۍ اخته شوی
ښاغلي بولسونارو د کرونا وHیروس د خپرېدو له پیله یاده ناروغي بې اهمیته بللې وه او د عادي زکام نوم یې ورکاوه او زیاته کړې يې وه چې په نوموړي به هیڅ اغېز ونه کړي.
نوموړي دغه زار د هیواد په ټولو مسئولینو غږ کړی و چې قرنطین نرم کړي تر څو اقتصادي زیان و نه ویني.
هغه د اپرېل په میاشت کې ادعا کړې وه چې که چېرته په کرونا اخته هم شي اندېښمن نه دی، ځکه د یو عادي زکام غوندې به ورباندې تېره شي.
نوموړي دغه څرګندونې هغه وخت کړې وې، کله چې یې د هیواد ۴۰ زره وګړي په یاده ناروغي اخته او درې زره ترې مړه شوي وو.
خو وروسته دغه ناروغي په یاد هیواد کې په چټکۍ سره ډېره شوه او د تازه شمېرو له مخې په برازیل کې یو عشاریه شپږ میلیونه خلک په یاده ناروغي اخته او له پنځه شپېته زره ډېر کسان ترې مړه شوي دي.
نوموړي په یوه تازه ټلویزیوني وینا کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcir5ar5t1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته