کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امريکا د روغتیا له نړيوال سازمان وځي

18 سرطان 1399 ساعت 11:48

امریکا په رسمي توګه د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو غوښتنه کړې.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت ملګرو ملتونو ته غوښتنلیک لېږلی او په هغه کې یې رسما د روغتیا له نړیوال سازمان د امریکا د وتلو غوښتنه کړې ده.
امریکا وایي، چې د کرونا ویروس د پراختیا پر مهال دغه سازمان د نړیوالو پر ځای له چین سره دېره خواخوږي کړې او له خلکو سره یې پر وخت معلومات نه دي شریک کړي.
ملګري ملتونو هم ویلي چې له دې ورسته امریکا د کرونا په وړاندې د مبارزې په برخه کې بلکل یوازې ده او د روغتیا نړیوال سازمان ورسره هیڅ ډول همکارۍ ته تیار نه دی.
امریکا د روغتیا نړیوال سازمان یو له سترو مالي ملاتړکوونکو بلل کېږي، د وتلو دغه پروسه به یو کال وخت ونیسي.

د مطلب کود: 214026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214026/امريکا-د-روغتیا-له-نړيوال-سازمان-وځي

آوا
  https://www.avapress.com