کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: زموږ بندیان دې د نوملړ له مخې خوشي شي

د صدای افغان خبری آژانس , 18 سرطان 1399 ساعت 13:35

طالبانو له امریکا غوښتنه کړې چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې په افغان حکومت فشار واچوي او ګواښ یې کړی چې که یې بندیان له لېست سره سم خوشي نه شي، طالبان به بین الافغاني خبرې پیل نه کړي



طالبانو دا خبرداری له هغه وروسته ورکړی چې افغان حکومت اعلان کړی، د طالبانو شپږ سوه بندیان د هغوی دوسیو ته په کتو سره نه پرېږدي.
 دا خبري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي مولوي شهاب الدین، ویاند سهیل شاهین او د دې دفتر نورو غړو په اروپا او برتانیا کې له مېشتو افغانانو سره په ویډیويي کانفرانس کې کړې دي.
دوی دغه راز افغان حکومت په خپل منځي اختلاافاتو تورن کړ.
افغان حکومت تر دې دمه له څلورو زرو زیات طالب بندیان خوشي کړي، بلخوا طالبانو بیا د افغان حکومت له اووه سوه زیات بندیان خوشي کړي دي.
سهیل شاهین وویل، د بندیانو خوشي کول د امریکا سره د تړون یوه برخه ده او په امریکا یې غږ وکړ چې د بندیانو د خلاصون په مسئله کې پر فغان حکومت فشار راوړي، تر څو د بین الافغاني خبرو لپاره لاره هواره شي.
 


د مطلب کود: 214035

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214035/طالبان-زموږ-بندیان-دې-د-نوملړ-له-مخې-خوشي-شي

آوا
  https://www.avapress.com