کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل، کندهار او غزني کې چاودنو ۶ تنه ووژل او ۲۲ نور یې ژوبل کړل

د صدای افغان خبری آژانس , 18 سرطان 1399 ساعت 13:33

په کابل، کندهار او غزني ولایتونو کې د درو جلاجلا چاودنو په پایله کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ویشت نور ژوبل شوي دي.


کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ سره خوا کې موټر بم چاودنه شوې ده.
سرچینه وايي چې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ودانۍ ته نژدې موټر بم چاودنه شوې، درې پولیس پکې وژل شوي او شل نورسرتیري ټپيان دي.
سرچینه وايي چې یاده چاودنه د ملي اردو موټر په مرسته شوې ده.
همداشاند غزني ولایت ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان موټر باندې سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
په دې ماین چاودنه کې ددې ولسوالۍ امنیه قومندان او ورسره دوه ساتونکي وژل شوي دي.
د همدې ترڅنګ، د کابل جمهوریت څلورلارې کې هم د پولیسو په رینجر باندې ماین چاودنه شوې چې په ترڅ کې دوه تنه سرتیري ژوبل شوي دي.
د درې واړه چاودنې نن چهارشنبه سهار شوي دي.
بله خوا، د ملي دفاع وزارت وايي د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د ځوابيه بريد پر مهال ۲۰وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي طالبانوتېره ورځ د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ، چې د ځوابيه بريد پر مهال ۲۰وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې وروسته تمه وه، چې افغانستان کې به د چاودنو او بریدونو کچه کمه شي، خو لیدل کیږي چې دغه تړون پر امنیتي وضعیت کوم اغیز نه دی کړی.


د مطلب کود: 214038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214038/کابل-کندهار-او-غزني-کې-چاودنو-۶-تنه-ووژل-۲۲-نور-یې-ژوبل-کړل

آوا
  https://www.avapress.com