امریکايي رسنۍ دې هېل د راپور له مخې، مکنزي افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنه کې د روسیې لاس درلودو په تړاو شک لري.
تر دې مخکې امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز د يو شمېر امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د وسلهوالو د پیسو يوه حساب ته د دې لپاره د روسيې له لوري پیسې لېږل شوې چې امريکايي سرتېري پرې ووژني.
خو مکنزي له رسنیو سره خبرو کې ويلي، دغه راپور د اعتبار وړ نه دی.
نوموړي ويلي، د دې راپور تر خپرېدو وروسته يې د امريکايي ځواکونو د دفاعي تدابيرو په برخه کې نوي څه نه دي کړي او د خپلو اطلاعاتو له برخې يې غوښتنه کړې چې دا راپور او موضوع وڅېړي.
یوه افغان چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي و چې روسيه د هر امريکايي سرتېري په بدل کې وسلهوالو ته سل زره امريکايي ډالره جايزه ورکوي.
خو روسیې دغه تورونه رد کړي دي او پر دې راپور يې توند غبرګون ښودلی دی. روسيې ويلي، تر دې راپور وروسته يې له امريکا سره اړيکې ترينګلې شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس