دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 214046
افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې نږدې ۳۳۶۰۰ ته ورسېدې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تیره یوه شپه او ورځ کې یې په ۱۸ ولایتونو کې د کروناویروس ۵۹۱ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له دې شمېرې ۲۱۰ یې مثبتې تشخیص شوي دي.
د دغه وزارت له خوا د چهارشنبې په ورځ جولای اتمه (چنګاښ ۱۸) په خپور شویو رسمي شمیرو کې راغلي چې د تېرې ورځې د مثبتو پېښو په ګډون په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۳۳۵۹۴ ته لوړ شوی دی.
د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ تنه له کروناویروس څخه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړه شویو ناروغانو شمېره ۹۳۷ ته رسېدلې ده.
همدا شان د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په کروناویروس د اخته شویو کسانو له شمېرې تراوسه ۲۷۰۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
د دغه وزارت د تازه معلوماتو له مخې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې تر ټولو زیاتې ۱۴۱ مثبتې پېښې یوازې په کابل کې ثبت شوي دي.
کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص او په چټکۍ سره د نړۍ نورو هېوادونو کې خپور شو.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې د چهارشنبې تر ورځې جون اتمه/چنګاښ ۱۸ په نړۍ کې څه باندې ۱۱ میلیونه او ۶۶۲زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۵۳۹زره تنه مړه شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری
https://avapress.com/vdcc00qie2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته