دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 214054
نيمروز کې لاريون‌والو د جګړې درېدو غوښتنه وکړه
په نیمروز ولایت کې د سولې ولسي حرکت غړو د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيلېدو او سولې ته د رسېدو په پار سوله‌ییز لاریون ترسره کړ.
دوی پر نړیوالې ټولنې، افغان حکومت او طالبانو ږغ وکړ چې خپل منځي اختلافات له منځه یوسي او د سولې د مذاکراتو د ژر پیلېدو لپاره دې هڅې وکړي.
د سولې ولسي حرکت غړي محمد ظریف یوسفزي چې په نیمروز ولایت کې یې د یاد لاریون مشري کوله، خامه پرس ته په خبرو کې وویل:
نن سې شنبه د نیمروز ولایت مدني فعالانو، ځوانانو، خویندو او د سولې ولسي حرکت غړو په ګډه سوله‌ییز لاریون ترسره کړ. یاد لاریون په تېرو څو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د نه خلاصون له کبله د را منځته شويو اختلافاتو، د بین االافغاني خبرو د ځنډېدو، او د جګړې د نه درېدلو له کبله ترسره شو. په نړیوالې ټولنې، افغان حکومت او طالبانو مو غږ وکړ، تر څو رامنځته شوې ستونزې له منځه یوسي او جګړه ودروي او د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره لاره هواره کړي، ترڅو هیوادوال یو با عزته سولې ته ورسېږي او د امن په فضا کې ژوند وکړي.
د يادولو ده چې د سولې ولسي حرکت له هلمند ولایت څخه راپيل شو او په افغانستان کې د تلپاتې اوربند، سولې او د جګړې د درېدو غوښتنه کوي. دغه حرکت تر دې وړاندې هم د افغانستان بېلا بېلو ولایتونو ته پلي سفرونه کړي او د جګړې په دواړو خواوو يې غږ کړی تر څو له جګړې لاس واخلي او مخامخ خبرې اترې پيل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbsab5arhb8gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته