کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې چابهار بندر سره نښلول کیږي

د صدای افغان خبری آژانس , 18 سرطان 1399 ساعت 16:08

رپوټونه وایي ټاکل شوې ده چې افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له چابهار بندر سره ونښلول شي.


د افغانستان د اوپنې لارې اداره وایي دا لاره چې چابهار بندر له نیمروز ولایت سره نښلوي، چارې یې اوس تازه پيل شوي دي.
ایراني رسنیو رپوټ خپور کړی چې د اوسپنې دغه لاره ۶۲۸ کیلومتره اوږدوالی لري او ۱۵۰ کیلومتره یې د روان کال تر پایه جوړیږي.
د دې لارې د جوړیدو موخه د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا او د چابهار له لارې د راکړې ورکړې زیاتیدل ښودل شوي دي.
کارپوهان وایي افغانستان، هند و ایران به له دې لارې زیاته ګټه واخلي.
د افغانستان د اوسپنې لارې اداره وایي دا لاره د حیدریه تربت له سیمې د خواف - هرات لارې سره وصل کیږي.
نن د افغانستان، اوزبیکستان او ایران د ټرانسپورټ وزیرانو د ټرانزیټي لارو، په ځانګړي توګه اوسپنې لارو پراختیا لپاره درې اړخیزه ناسته کړې ده.
معلومات ښيي چې له تیرو دریو کلونو راهیسې د چابهار بندر له لارې صادرات او واردات زیات شوي دي.
رسمي شمیرې ښيي چې په دغه موده کې درې نیم میلیون ټنه مواد بار شوي او څلور برابره زیاتوالی ښيي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان او چابهار نښلیدل به، د دواړو هیوادونو ترمنځ راکړه ورکړه زیاته کړي او توکي به پر خپل وخت ولیږدول شي.


د مطلب کود: 214069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214069/افغانستان-د-اوسپنې-پټلۍ-له-لارې-چابهار-بندر-سره-نښلول-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com