دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 214076
د پوليو واکسين نه تطبيق؛ افغانستان کې د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوي
د عامې روغتيا وزارت وايي، افغانستان کې تازه د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د وزارت د کتلوي معافيت مشر دستګير نظري وايي، لا هم په ليرې پرتو سيمو کې د وسله والو د ګواښونو له امله د پوليو واکسين نه دی تطبيق شوی. نوموړي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، تازه پېښې يې يوه په کندهار او بله هلمند کې ثبت شې. نوموړي ويلي په ليرې پرتو سيمو کې د نا امنيو له امله د پوليو واکسين نه تطبيق يوه اندېښنه ده.
https://avapress.com/vdcfejd0vw6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته