دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 214078
څېړنه: د هرات ګمرک میلیونونه افغانۍ ورځني عواید شخصي جېبونو ته ځي

د هرات په ګمرک کې د ګمرکي محصول د فرار له درکه د ورځې لسګونه میلیونه افغانۍ عواید د مسوولینو، کارکوونکو، د مرکزي چارواکو، وارد کوونکو، کمېشن کارانو او د ځینو سیمه ییزو چارواکو جېبونو ته ځي.
دغه موندنې چې له سیمه ییزو معتبرو سرچینو سره له مرکو، اسنادو، د ګمرک له مخکنیو کارکوونکو، وارد کوونکو او د هرات له ولایتي شورا ترلاسه شوې، ښيي چې د دغه ولایت په ګمرک کې فساد په سازمان شوې بڼه ترسره کېږي.
د هرات د سیمه ییزو معتبرو سرچینو د معلوماتو له مخې، په هرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه دوه سوه موټره سوداګریز مالونه له محصول پرته او یا هم په دې نوم چې محصول یې ناچیزه دی، د ګمرک د مسوولینو او کمېشنکارانو ترمنځ له جوړجاړي او بډو ورکولو وروسته د هرات ښار ته وړل کېږي.
د دغو معلوماتو پر اساس، له یادو موټرو د هر یوه د محصول ارزښت له یوه تر درې میلیونه افغانۍ پورې دی، خو له محصول پرته او یا د ارزانه محصولي توکو په نوم د اتیا تر سل زره افغانیو په ورکولو محصولېږي او له ګمرکه بهر وړل کېږي.
دغه موندنې ښيي چې ګران بیه توکي، لکه ټلوېزیون، لپټاب، موبایل، یخچال، ځیني لوړ ماډل او مرمۍ ضد موټر، عطر، ځيني سګرېټ، غالۍ، وارداتي انرژۍ، لکه ریډبول، مانسټر، بک بیر، په هیڅ عنوان نه محصولېږي او یا هم دغه توکي د بېلابېلو سوداګریزو توکو، لکه پفک، کاشي، د جوارو اوړه، ګچ، چسب، سمینټ او ... چې ګمرکي محصول یې کم دی، تر نامه لاندې محصولېږي.
د پژواک د سرچینې معلومات ښيي چې د هرات په ګمرک کې له کلونو راهیسې د پورته ذکر شوو ګران بیه توکو اسناد نه دي ثبت شوي او دغه ټول د ارزان محصول توکو په نوم هرات ته وارد شوي دي.
د ګمرکونو قانون له مخې، د یوه بار وړونکي موټر ګران بیه توکو ګمرکي محصول لکه سګرېټ، انرژي، موبایل، ټلوېزیون او نورو لږ تر لږه له یوه تر درې میلیونه افغانيو پورې کېږي خو د پژواک له خوا د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، دغه توکي له ۸۰ تر ۲۵۰زره افغانیو محصول شوي دي.
د هرات والي، د دغه ولایت مدني فعالان او ولایتي شورا هم پراخ فساد، د ګمرک د عوایدو حیف او میل او له محصول پرته یا هم د ارزان محصول د توکو په نوم د موټرو وتل، تاییدوي.
د هرات والي: تېر یونیم کال د هرات په ګمرک کې شاوخوا پنځه نیم زره موټر محصول شوي نه دي
د هرات والي سید وحید قتالي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغه ولایت د اسلام کلا په ګمرک کې له پراخ فساده اکار
نه شي کېدای او ټینګار یې وکړ، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې تر څلور زره ډېر موټر سوداګریز توکي او د روان کال له پیله تر اوسه پورې ۱۵۰۰ موټره توکي د دغه ولایت په ګمرک کې نه دي محصول شوي.هغه زیاته کړه، هر ګمرکي بار چې محصول یې درې میلیونه افغانۍ کېږي، د ۵۰زره افغانیو په بدل کې محصول شوی دی.
هغه وویل: ((که په ۱۳۹۸ کال کې تر څلور زره ډېر موټر ورک نه وو، ما څارنوالۍ ته معرفي کړئ او که د روان کال له لومړیو ۱۵۰۰ موټر ورک نه وو، ما څارنوالۍ ته معرفي کړئ او یوازې د دغه ګمرک په ورودي دروازه کې دغه موټر په هیڅ کتاب کې نه دي ثبت شوي.))
د هرات والي زیاته کړه، د سوداګریزو توکو هېڅ موټر په قانوني ډول په ګمرک کې نه محصول کېږي.
هغه ټینګار کوي چې د ګمرک فاسدین د نظام دننه ملاتړي، سیاستوال او مافیا لري او ولسمشر غني ده ته سپارښتنه کړې ده چې هر څو ژر له ګمرکونو د مافیا لاسونه لنډ کړي او دغه هڅې دوام لري.
قتالي وویل چې د یوې شپې په یوه مشخص ساعت کې یې ۶۴ موټره توکي چې ځيني یې هېڅ محصول شوي نه وو او ځیني یې د ارزان محصول توکو په نوم محصول شوي وو، درولي دي.
د هغه خبره، د هرات د اسلام کلا په ګمرک کې پراخ فساد لامل شوی چې مافیا پیاوړې شي او هېڅ بېګانه کس ونه کولای شي د ازاد رقابت له لارې په دغه ګمرک کې دنده ترسره کړي.
هغه وویل: ((په ګمرک کې په ډېره پېچلې بڼه فساد روان دی، په لومړي قدم کې د ګمرک مسوولین او په دویم کې کارکوونکي دي چې د فساد زمینه یې برابره کړې ده او درېیم کمېشنکاران دي چې د فساد مسیر تطبیقوي او د دوی مخه د ګمرک مسوولینو خلاص پرېیښې ده او په دې منځ کې لږ رول بیا د خلکو او سوداګرو دی.))
هغه زیاته کړه، څو میاشتې مخکې یې د ولسمشر په سپارښتنه د ګمرک د چارو له بهیره څارنه درلوده چې په پایله کې یې ومونده چې د ګمرک عواید په ورځ کې له ۵۰ تر سل میلیونه باید پنځه سوه میلیونو ته ورسېږي.
د هرات د والي دغه خبرې په داسې حال کې دي چې د پژواک موندنې هم ښيي چې د اسلام کلا په ګمرک کې تر ۳۰۰ ډېر کمېشنکاران کار کوي چې له دې ډلې لس کسان یې مافیا دي او نور کمېشنکاران یې تر خپل اغېز لاندې راوستلي دي.
د دغو معلوماتو پر اساس، د دغو کمېشنکارانو هر یو تر سل میله ډېرې وسلې لري او د ګمرک له مسوولینو سره نېغه اړیکه لري او له هغوی سره په تفاهم ګران بیه توکي د ارزان محصول توکو په نوم محصولوي او له ګمرکه یې وباسي.
دغه موندنې ښيي چې دغه لس کمېشنکاران ان د دولت له مخالفینو سره هم لاس لري او د هغوی مالي ملاتړ کوي.
د پژواک د موندنو پر بنیاد، ډېری دغه کمېشنکاران د بل په نوم تقلبي جوازونه لري او د ډېری سوداګرو مالونه هم دوی په غیرقانوني ډول طی مراحل کوي.
د هرات والي هم د ځینو کمېشنکارانو غیر قانوني فعالیت تاییدوي.
د هرات ولایتي شورا هم د دغه ولایت په ګمرک کې فساد تاییدوي
د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري هم د دغه ولایت په ګمرک کې پراخ فساد ټکان ورکوونکی بولي او وايي، د هغو څېړنو او اسنادو پر اساس چې دوی موندلي، په یوه شپه او ورځ کې تر سلو ډېر د سوداګریزو توکو بار موټر له ګمرکي محصول پرته د مافیا او د ګمرک د مسوولانو له مرستې وروسته له ګمرک څخه بهر کېږي.
هغه ښکاره کړه چې هره ورځ د سوداګریزو وارداتي توکو له ۱۵ تر ۲۰ ټېلر موټر چې په سیستم کې په یوه یا دوو نمبر پلېټونو ثبت شوي، بې له محصوله له ګمرک څخه وځي.
هغه زیاته کړه، هر پلاوی چې ګمرک ته د څېړنې لپاره ورځي، د مافیا له خبر وروسته، د اسلام کلا ګمرک ته د سوداګریزو مالونو د داخلېدو بهیر درول کېږي، څو د وارداتو کچه او د هغوی د فساد بهیر څرګند نه شي.
نوموړي وویل، د دوی څېړنې هم ښيي چې د سوداګریزو مالونو ډېری هغه موټر چې محصول یې له ۸۰۰ زرو تر یو ميلیون افغانۍ کېږي، د "ګچ، پفک، سمنټو، د جوارو اوړو" او نورو په نوم د ۸۰ تر ۱۰۰زرو افغانیو په بدل کې محصول شوي دي.
د هرات ولایتي شورا مرستیال وویل، کره اسناد په لاس کې لري، یو موټر کې ۵۰ ټنه بار یې درلود، خو ۳۰ ټنه مال یې محصول شوی دی.
د هرات ولایتي شورا دغه غړی ټینګار کوي چې که سوداګریز وارداتي اموال د قانون پراساس محصول شي، د ګمرک ورځني عواید ۱۲۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي، خو اوس مهال له ۳۰ تر ۴۰ ميلیونه هم نه رسېږي.
هغه وښوده چې دغه پراخ فساد د سواداګرو، کمېشنکارانو او د ګمرک د مسوولینو له جوړجاړي وروسته ترسره کېږي.
د هغه په خبره، ټول اسناد یې د رسېدنې لپاره څارنوالي ته سپارلي خو تراوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.
له ګمرکي محصول څخه د تېښتې بهیر څه ډول ترسره کېږي؟
د پژواک موندنې ښیي چې سوداګر یا واردوونکی کس د سوداګریزو وارداتي مالونو دوه موټر د مثال په ډول "د جوارو اوړه او وارداتي انرژیو" د ایران د دوغرون مرز ته له رسېدو وروسته د ګدامونو یا "انگر" به داخل کې په یوه موټر تبدیلوي.
واردوونکی کس د بار وړونکي موټر ټولو خواوو ته د جوارو د اوړو بوجۍ ځای پر ځای کوي او د موټر منځ چې لویه خالیګاه ده، د انرژیو لکه مانسټر، بک بیر او یوشمېر نورو بهرنیو انرژیو کارتنونه ځای پر ځای کوي او په اسنادو کې یې هم لیکل کېږي چې په دغه موټر کې د جوارو اوړه بار شوي دي.
د ګمرکونو د قانون پراساس، د انرژۍ د یوه موټر ګمرکي محصول له یو ميلیون څخه تر یونیم ميلیون افغانۍ کېږي، خو د جوارو د اوړو محصول حداقل ۵۰ تر سل زره افغانۍ دی.
خو سرچینې وایي چې د جوارو اوړو او انرژۍ دغه موټر د کمېشنکارانو له خوا د جعلي اسنادو له جوړولو وروسته د "مختلفو مالونو" په نوم ګمرک کېږي او د سوداګر، کمېشنکار او ګمرک د مامور تر جوړ جاړي وروسته له ګمرک څخه ایستل کېږي.
زمری، په هرات کې یو واردوونکی سوداګر
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ده د سوداګریزو وارداتي توکو یو بار وړونکی موټر چې محصول یې په قانوني ډول ۵۵۰زره افغانۍ کېږي، خو نوموړي خپل توکي د ۱۱۰زره افغانیو په بدل کې محصول کړي دي.
نوموړی وایي چې څه موده وړاندې یې ۱۰۱۰ کارتنه کاشي په ۱۵ ټنه وزن او د ایران د وارداتي بیسکېټو ١٥٠٠٠ کارتنونه هم په ۱۵ ټنه وزن هرات ته وارد کړل.
د هغه په خبره، د ۱۵ ټنه بیسکېټو قانوني محصول پنځه سوه زره افغانۍ او د ۱۵ټنه کاشیانو محصول هم ۵۵زره افغانۍ کېږي، خو

کمېشنکارانو د نوموړي دغه موټر د ۱۱۰زره افغانیو په بدل کې قانوني محصول کړی دی.
https://avapress.com/vdchqkni623nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته