د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ تره کو سيمه کې شاوخوا دوه نيم زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه او په تور يې څلور تنه ونيول شول.
د ننګرهار چپرهار کې ۲۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه
18 سرطان 1399 ساعت 17:46
د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ تره کو سيمه کې شاوخوا دوه نيم زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه او په تور يې څلور تنه ونيول شول.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزی وایي، چې دغه ځمکې څو کاله وړاندې د وسله والو مخالفينو د شتون پر مهال غصب شوې وې او نن يې بېرته له غاصبينو را وګرځولې.
نوموړی وايي، چې د يادې ځمکې د غصب په تړاو د اشرف خان، حسن خان، عبدالرحمن، غلام اصغر او غلام خان په نومونو پنځه تنه نيول شوي او د پاتې نورو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.
د مطلب کود: 214081