د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزی وایي، چې دغه ځمکې څو کاله وړاندې د وسله والو مخالفينو د شتون پر مهال غصب شوې وې او نن يې بېرته له غاصبينو را وګرځولې.
نوموړی وايي، چې د يادې ځمکې د غصب په تړاو د اشرف خان، حسن خان، عبدالرحمن، غلام اصغر او غلام خان په نومونو پنځه تنه نيول شوي او د پاتې نورو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.