دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 214085
‎کابل کې د چهارشنبې په ورځ ۳ امنیتي پېښې شوي

کابل د چهارشنبې په ورځ د درېیو امنیتو پېښو شاهد و.
‎ځينې سرچینې بیا په دغه ورځ په یاد ښار کې د څلورو امنیتي پېښو خبره کوي.
‎د چهارشنبې په سهار د کابل شمال کې خیرخانې سیمې اړوند د پولیسو یو رېنجر موټر د یو مقناطیسي ماین هدف وګرځول شو.
‎له دغې پېښې چې کوم انځورونه خپاره شوي ښیي چې دا موټر ویجاړ شوی خو د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
‎له دغې پېښې څو دقیقې وروسته ځینو رسنیو راپورنه خپاره کړل چې د کورنیو چارو وزارت د بایومټریک عمومي مدیر محمد انور منیري له کور نه دفتر ته په لاره د دغې حملې هدف وګرځېده او ووژل شو.
‎له دې پېښې یو ساعت وروسته کابل پوهنتون ته څېرمه د ‌‌‌‌‌‌ډزو غږونه واورېدل شول.
‎د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراني مرستیال عبدالمنان شیوای شرق وایي، د دغو ‌‌‌‌‌‌ډزو هدف دی و خو په خبره یې خپله په موټر کې نه وه او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د همغږۍ اړوند د یو ماموریت لپاره مې یاور او موټر چلوونکی د کابل پوهنتون په خوا روان و چې د حملې هدف وګرځېدل، کله وایي چې سرقت کوونکي وو او کله هم وایي چې ناپېژانده خلک، موټر چلوونکی مې ټپي دی او له علي اباد روغتون نه یې د ملي امنیت روغتون ته انتقالوو څو رسېدنه ورته وشي."
‎دا درې پېښې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په کابل کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوې دي.
‎که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څه نه وایي، خو د دغه هېواد د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون چارواکي وایي، د امنیتي سکټور د چارواکو له بې غورۍ داشان پېښو زور اخیستی.
‎د دغې جرګې د دفاعي او کورني امنیت کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ به د امنیتي سکټور مسئولین دغه کمېسیون ته د وضاحت لپاره وروغوښتل شي.
هغه زیاتوي: "د دغو بې کفایته مسئولینو له امله چې دوی ته دندې سپارل شوي څو د افغانستان د خلکو امنیت خوندي کړي له بده مرغه هر ورځ عام خلک قرباني کېږي، د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست او مربوطه دفاع وزارت په خپلو چارو کې غفلت کړی دی، د مشرانو جرګې دفاعي د کورني امنیت کمېسیون د دې درې واړو ادارو رهبري د راتلونکې دوشنبې په ورځ راغوښتي، چې په دې اړه ورسره خبرې وکړو."
‎له دې سره د کورنیو چارو پخوانی مرستیال مېرزا محمد یارمند وایي ‌‌‌‌‌‌ډېری مقناطیسي ماینونه چې د بوشکې په ‌‌‌‌‌‌ډول دي په افغانستان کې دننه جوړېږي.
‎ښاغلی یارمند په دې باور دی چې ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دغو ماینونو ځای پر ځای کولو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر کله له اوزګارو او روږدو خلکو کار اخلي چې په خبره یې د دا شان پېښو له مخنیوي باید د چارواکو موټر چلوونکي جدي پاملرنه وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfcjd0tw6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته