دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۲۱
د مطلب کود : 214092
ولسمشر غني: د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه باید افغانان وکړي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه پرېکړه باید هېوادوال وکړي.

محمد اشرف غني نن چارشنبې د جولای اتمه د کاپيسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې په یوه پراخه غونډه کې د ګډون پر مهال وویل: "هېڅوک نشي کولای پر افغانانو یو څه وتپي او په اوسنيو شرایطو کې نړیوالو تغير کړی دی، افغان حکومت په دقت هڅه کوي چې یوه توافق ته ورسېږي."

ښاغلي غني همداراز وویل، د دولت دنده د سولې تامین دی چې د خلکو د پرمختګ او جګړې د پای لامل شي.
ولسمشر زیاته کړه: "هغه څه مو چې په ننګرهار ولایت کې د دښمن د پلانونو او تحرکاتو د دفع کولو لپاره وکړل، په کاپیسا ولایت کې هم هغو ته اړتیا لرو او باید په کاپیسا ولایت کې د طالبانو او نورو تروریستانو د ټولو ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره اهداف وټاکل شي او لا زیاته همغږي رامنځته شي."
ښاغلي غني د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې په اړه یادو مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې وې ویل، زموږ هدف د کاپیسا د ثبات تامین دی، خلکو ته باید یو ډول خدمات وړاندې شي چې خلک په نظام او مرکزي او ولایتي ادارو کې خپل ځان وویني.
ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار وکړ، ولسي پاڅونونه دې ډاډ ولري چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ نه جلا کېدونکې برخه ده.
د هغه په خبره د ولسي تړون طرحه په ټولو ښارونو کې عملي کېږي او ولسوالۍ باید زموږ د قوت پر نقطې بدلې شي.
نوموړي، د خپلو خبرو په پای کې د کاپیسا ولایت امنیتي مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو اقداماتو لپاره دې په ولسوالیو کې د خپلو اقداماتو او اړتیاوو واضح راپور ترتیب کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdno0xxyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته