دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 214093
د اوسپنې پټلۍ په وسیله چابهار سره د افغانستان نښلېدل مهم ګام وبلل شو
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د اورګاډي پټلۍ په وسیله د چابهار او افغانستان نښلول، د سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ په برخه کې یو مهم ګام بولي.

د سوداګریزې پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د چابهار بندر څخه د ګټنې لپاره تازه هڅه!
ایران د هغې پروژې عملي چارې پیل کړې چې په پای ته رسېدو سره به یې د اورګاډي د پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره ونښلي.
د اورګاډي دا پټلۍ ۶۲۸ کیلو مټره ده چې د ایران له چهابهار، زاهدان، بیرجند او مشهد څخه به راتېرېږي او افغانستان ته به را دننه شي.
د افغانستان حکومت هم د چابهار بندر څخه د خپلې ښې او اسانه ګټنې لپاره د دې کار هرکلی کوي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، دا پروژه دوه کاله وړاندې لاسلیک شوه او پرون یې په ایران کې عملي چارې پیل شوې.
د دې ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې لارې په وسیله به ایران له نیمروز او بیا نیمروز له هرات سره وصل شي چې په پایله کې به یې چابهار ته د رسېدو اسانه او ارزانه لاره جوړه شي.
هغه زیاته کړه: "موږ په ایران کې د دې پروژې د کارونو له پیل هرکلی کوو. دا پروژه نه یوازې دا چې د سوداګریزې را کړې ورکړې لپاره مهمه ده، بلکې د سیمه‌ییز پیوستون په برخه کې د پام وړ اغیز لري. "
د ایران دولتي اژانس ایرنا پرون د دې هېواد د ښارجوړونې وزارت د مرستیال خیرالله له قوله ولیکل، دا د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو ښه پیل دی.
هغه زیاته کړې، دا د ایران د اورګاډي د پټلۍ یوه تر ټولو اوږده پروژه ده چې په خبره یې، د اقتصادي‌ بندیزونو سره، سره به پلې شي او د۱۵۰ کیلومټره پټلۍ د غځولو کار به یې د روان لمریز تر پای بشپړ شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdceoe8wxjh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته