دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۵
د مطلب کود : 214098
ولسمشر: نظام کې د طالبانو جذب زموږ دنده ده
ولسمشر غني کاپيسا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې لسګونه ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او فعالانو ته وينا وکړه. نوموړي د سيمې له خلکو سره د امنيت، روغتيا او بنسټيزو پروژو د تطبيق برخه کې کلکې ژمنې وکړې.
د غونډې په پيل کې د کاپيسا والي عبدالطیف مراد پخپلو خبرو کې جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، کاپیسا ولایت د حکومتولۍ، د پوهنې او لوړو زده کړو، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او په ادارو کې د ځوانانو شاملولو په برخو کې مخکښ دی.

هغه زیاته کړه، په دې ولایت کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې زیات کارونه شوي او د خلکو، علماوو شورا او د مدني ټولنو استازي له سیمه ییز حکومت سره همکار دي.

«د کاپیسا والي په دې ولایت کې د پروژو له تطبیق څخه په مننې د حکومت په جوړښت کې د کاپیسا د تحصیلي کادرونو د ګومارلو، د صیاد تفریحي پارک د جوړولو او د ارګ عملیاتي واحد ته د هغه د سپارلو، د برېښنا مزو او ټرانسفرمونو د لېږد، د ښوونځیو جوړولو، د ګلبهار صنعتي پارک بشپړولو، د باغ درې برېښنا کار چټکتیا او البیروني پوهنتون ته د پاملرنې په برخو کې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.»

وروسته په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازو خدیجه الهام او حاجي حبیب افغان، د کاپیسا ولایتي شورا منشي ملک عبدالعزیز، د کاپیسا ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي میرویس کریمي او د ځوانانو او مدني فعالانو په استازیتوب میرویس بهاوي په مختلفو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

«هغوی په مختلفو برخو کې د جمهوررئیس د پلانونو او برنامو د ستاینې ترڅنګ د امنیت تامین او د غیر مسوولو وسله والو د مخنیوي، د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې، په سیمه ییزو ادارو کې د بدلونونو د رامنځته کېدو، د سولې پروسه کې د ښځو د رول زیاتوالي، د زېربنایي او بیارغاونې پروژو تطبیق، د باغ درې بند د کار د پیل، لومړۍ درجې ولایت ته د کاپیسا د لوړولو، د سړکونو جوړولو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو لېږد ته د پاملرنې، د کاپیسا د کانونو مدیریت، ځوانانو ته د کارموندنې، متوازنې بیارغاونې، د علماوو د امنیت تامین او له ځوانانو د ملاتړ زیاتوالي په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.»

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې او د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت ویلو ترڅنګ یې د هیواد په دفاع کې د کاپیسا ولایت د ځوانانو د فعاله برخې اخیستو مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، د کاپیسا د سیمه ییزې ادارې ترکیب باید د یووالي لامل شي او دغه اداره باید د دې ولایت د ټولو خلکو هېنداره وي.

 د حکومت دروازې د خلکو پرمخ پرانېستې دي او د جمهوري ریاست لومړي معاونیت دفتر کې به د هیواد له ټولو نقطو ځوانان وګومارل شي.

امرالله صالح وویل، کاپیسا لوی تاریخ لري او د علم، روزنې او پوهې مرکز دی او د هیواد په خپلواکۍ او ازادۍ کې د دې ولایت د خلکو رول روښانه دی.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، د نننۍ غونډې فضا، د ازادۍ او باورمندۍ فضا ده او دا چې خپلې ستونزې مو په ازادانه ډول بیان کړې، دا د جمهوریت ویاړ دی.
 
https://avapress.com/vdcjhxe8ouqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته