کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ د بورډ له غړو سره میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

19 سرطان 1399 ساعت 9:26

«د تېرې میاشتنې ناستې په تعقیب سره د ادارې لپاره د سټراټېژیک یا اوږدمهاله پلان د جوړېدو بحث مطرح شو چې دغه پرېکړه د کرکټ له نړیوالې شورا سره هم شریکه شوې او د یادې شورا هوکړه هم پکې اخیستل شوې چې د بورډ د ټولو غړو د پرېکړې پر بنسټ د دغې چارې لپاره باید یو په کار پوه کس استخدام شي، ترڅو د ادارې لپاره یو اوږدمهاله پلان او مسیر موجود واوسي او ادارې مشرتابه په ادلون او بدلون سره په موخو او تګلاره کې کوم بدلون رانشي او پر بنسټ یې یوازې د کرکټ پرمختیا ته کار وشي.»



د کرېکټ بورډ د غړو ترمنځ مياشتنۍ غونډه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزير ضيا الحق امرخېل هم برخه اخيستې وه.

نوموړي وويل، اوس مهال د کرېکټ بورډ د غوره مديريت له امله دغه برخه کې ډېر پرمختګونه راغلي او د پام وړ ګامونه پورته شوي دي.

له اصولو سره سم د غونډې پیل د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس له لوري وشو چې د بورډ له غړو سره یې د تېرې میاشتنۍ غونډې د مواردو پر تعقیب، د نوو پلانونو او پرېکړو په اړه ټول معلومات شریک کړل.

ورپسې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي لطف الله ستانکزي چې د اصولو پر بنسټ د بورډ غړو پر بنسټ ګډون کوي، د بورډ محترمو غړو ته یو په بل پسې تعقیبي او ترسره شوي موارد او لاسته راوړنې وړاندې کړې.

د کرېکټ بورډ راپور کې راغلي:

«د تېرې میاشتنې ناستې په تعقیب سره د ادارې لپاره د سټراټېژیک یا اوږدمهاله پلان د جوړېدو بحث مطرح شو چې دغه پرېکړه د کرکټ له نړیوالې شورا سره هم شریکه شوې او د یادې شورا هوکړه هم پکې اخیستل شوې چې د بورډ د ټولو غړو د پرېکړې پر بنسټ د دغې چارې لپاره باید یو په کار پوه کس استخدام شي، ترڅو د ادارې لپاره یو اوږدمهاله پلان او مسیر موجود واوسي او ادارې مشرتابه په ادلون او بدلون سره په موخو او تګلاره کې کوم بدلون رانشي او پر بنسټ یې یوازې د کرکټ پرمختیا ته کار وشي.»

په تدریج سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې زونونو ته خپلواکه بڼه ورکول او اداره به دغه کار ګام په ګام ترسره کړي، ترڅو د زونونو د پرمختګ لپاره هم غوره ګامونه پورته شي.

همدارنګه د بورډ محترمو غړو ته د تېرو شپږو میاشتو مالي راپور هم وړاندې شو چې پر بنسټ یې له پلان سره سم د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په اوسط ډول سره ۷۴ سلنه بودیجه په ښه توګه لګول شوې ده او دغه راز ۹۰ سلنه عواید ترلاسه شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر بنسټ لیک یا اساسنامه او تشکیل (جوړښت) هم د بورډ د محترمو غړو له لوري د نظرونو تبادله وشوه چې د لا ډېر ښه والي لپاره یې سپارښتنې او نظرونه شریک شول چې له نهايي کېدو وروسته به په راتلونکې میاشتنۍ ناسته کې د بورډ محترمو غړو ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

د مالیې محترم وزارت ته د یوې طرحې وړاندې کول، ترڅو د کورونا له امله له ادارې سره په مالي برخه کې همکاري وشي چې ټولو غړو پرې د تایید رایه ورکړه.
 


د مطلب کود: 214099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214099/د-کرکټ-بورډ-له-غړو-سره-میاشتنۍ-ناسته-ترسره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com