د کرنې وزارت معين او ورسره پلاوي لخوا کندهار کې د نباتاو د تشخيص لابراتوار پرانيستل شو.
د پټۍ پرېکولو پرمهال د کرهڼي وزارت معین وویل، په دغه لابراتوار کي به د نباتاتو د امراضو تشخیص او ترڅنګ به يې د تخصصي کارکوونکو له لوري معیاري درملنه هم کېږي.
ښاغلي غفوري وويل، چي ياد لابراتوار د ۲،۴ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ سوی، چي مالي ملاتړ يې د کرهڼي وزارت لخوا ورکول سوی.
په ورته وخت کي د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د دغه لابراتوار په پرانيستلو خوښي وښودل او د کرهڼي وزارت څخه يې مننه وکړه، چي د کندهار ولايت زراعتي پياوړتيا ته پاملرنه لري، ترڅو د کروندګرو حاصلات معياري بڼه خپله کړي.
دغه راز ښاغلي منیب د زراعتي پياوړتیا په برخه کي د خصوصي سکټور رول مهم وبلی او هیله یې وښوده، چي په دغه برخه کي ملي سوداګر زیاتي پانګوني وکړي، څو زراعتي توکي د داخلي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ نړيوالو بازارونو ته هم وړاندي سي.