دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
د مطلب کود : 214101
د نباتاتو د تشخيص لابراتوار پرانیستل شو
د کرنې وزارت معين او ورسره پلاوي لخوا کندهار کې د نباتاو د تشخيص لابراتوار پرانيستل شو. د پټۍ پرېکولو پرمهال د کرهڼي وزارت معین وویل، په دغه لابراتوار کي به د نباتاتو د امراضو تشخیص او ترڅنګ به يې د تخصصي کارکوونکو له لوري معیاري درملنه هم کېږي. ښاغلي غفوري وويل، چي ياد لابراتوار د ۲،۴ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ سوی، چي مالي ملاتړ يې د کرهڼي وزارت لخوا ورکول سوی.

په ورته وخت کي د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د دغه لابراتوار په پرانيستلو خوښي وښودل او د کرهڼي وزارت څخه يې مننه وکړه، چي د کندهار ولايت زراعتي پياوړتيا ته پاملرنه لري، ترڅو د کروندګرو حاصلات معياري بڼه خپله کړي.
دغه راز ښاغلي منیب د زراعتي پياوړتیا په برخه کي د خصوصي سکټور رول مهم وبلی او هیله یې وښوده، چي په دغه برخه کي ملي سوداګر زیاتي پانګوني وکړي، څو زراعتي توکي د داخلي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ نړيوالو بازارونو ته هم وړاندي سي.
 
https://avapress.com/vdce7e8wzjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته