کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار: د پروفيل پايپ فابريکه پرانيستل شوه

19 سرطان 1399 ساعت 8:02

د يادي فابريکې مسول محمد ابراهيم شيخ وويل، چي فابريکه کي يې د ۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې او په ورځ کي ۵ ټنه پایپونه توليدوي، چي ترڅنګ يې زيات شمېر ځوانانو ته پکښي کاري فرصتونه هم رامنځته سوي.

دغه راز راغلي پلاوي د وطن دانې له شرکت څخه هم ليدنه وکړه او د يادي فابريکې مسول حاجي محمد اعظم اسلمي ورته هر اړخيزه معلومات ورکول سوه.

ګډونوالو په يادو فابريکو خوښي وښودل او له صنعت کارانو يې غوښتنه وکړه، چي دې ته ورته نورو برخو کي هم پانګونه وکړي، ترڅو د داخلي توليداتو د پياوړتيا ترڅنګ ځوانانو ته د کار کولو زمينه هم برابره سوې وي.



د مطلب کود: 214102

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214102/کندهار-د-پروفيل-پايپ-فابريکه-پرانيستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com