د ناوې ولسوال الحاج فضل الباري فياض د پوليسو له پوستو، خزو او ماموریتونو څخه ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کي د ملي امنیت مدير او نور مسولين هم ورسره تللي ول.
دغه پوستې چي د ناوې ولسوالۍ د سرحدي د دښت، شنغځک او شورشورک سرې پرتې وې، تجهيزاتو ترڅنګ يې د اعاشې او اباطې په اړه هم معلومات واخيستل سوه.
د يادونې ده چې د ناوې ولسوالۍ دغه پوستې ډېری وخت د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخ وي، چې د شپې مهال پرې کله کله طالبان چپاو ور وړي.
ځايي امنيتي سرتېري وي دوی په پوره مېړانه له سيمې ساتنه کوي.