دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 214104
خوشې شوي طالب بندي د حکومت درې پلویان وژلي

په تخار کې یو محلي قوماندان وايي چې د حکومت له بنده یوه خوشې شوي طالب د دغه ولایت په خواجه‌غار ولسوالي کې د دولت درې پلویان وژلي او بېرته له یادې ډلې سره یوځای شوی دی.
د نوموړي په وینا، دا پېښه بېګاه د خواجه‌غار ولسوالي په «اقلیې‌مامه» سیمه کې شوې ده.
دغه قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې وښودل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد طالب جنګیالی څه موده مخکې د ولسمشر د فرمان له مخې د حکومت له بنده خوشې شوی دی.
د خواجه‌غار ولسوال محمدعمر عمر د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، وژل شوي کسان د محلي پراختیايي شورا رییس او غړي دي.
هغه وايي، یادو کسانو د خلکو د ستونزو حلولو او د پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې له دولت سره همکاري کوله.
 
https://avapress.com/vdchvknik23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته