دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۳
د مطلب کود : 214106
ولسي جرګې د کابل ښاروال استجواب کړ
ولسي جرګې  په غونډه کې کابل ښاروال محمدداوود سلطان‌زوی د ښاروالي د نویو پروګرامونو او دغه راز د ښاروالي د کړنو په تړاو د معلوماتو وړاندې کولو لپاره خپلې عمومي غونډې ته غوښتی و. 
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د ښاروالي فعالیتونه پیکه وګڼل او د دې ادارې چارواکي یې د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې ناکام وبلل.
د ولسي جرګې غړیو وویل، په کابل ښار کې ودانېدونکې بېلډینګونه او ښارګوټي معیاري نه دي او دا خپله په دې اداره کې د فساد شته‌والي نښه ده چې د پیسو په بدل کې معیارونه له پامه غورځول کېږي.
د ولسي جرګې غړیو دغه راز وویل، په کابل ښاروالي کې له وظیفوي صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخیستل لامل شوي چې کارکوونکي له قانون سره سم کار نه شي کولای. وکیلانو له کابل ښارواله غوښتنه وکړه چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي.
وکیلانو وویل چې د حشمت‌الله ملاخېل او قلندرزي په نوم دوه کسان دي چې د ښاروالي ډېری پروژې اخلي او یوشمېر نور رییسان بیا خپل کارکوونکي کار ته نه پرېږدي.
کابل ښاروال محمد داوود سلطان زوی که څه هم په دې اداره کې د فساد شتون رد نه کړ، خو ویې ویل چې کابل ښاوالي د فساد پر وړاندې د مبارزې طرحه چمتو کړې او دغه طرحه به پر ټولو خلکو یوشان پلې شي.
که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د یوې دولتي ادارې کړنې په ولسي جرګه کې تر پوښتنو لاندې راځي، خو چارواکي هر ځل د چارو ښه کولو ژمنه کوي، مګر په عمل کې تر اوسه هېڅ یو چارواکی د خپلو ژمنو په عملي کولو کې نه دی بریالی شوی.
 
https://avapress.com/vdcjyxe8muqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته