کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت: خطرناک طالب بنديان نه خوشې کوو

19 سرطان 1399 ساعت 8:46

وروسته له هغه چې طالبانو وويل، که د دوی له نوملړ سره سم بنديان خوشې نه شي نو ټول افغاني خبرې به پيل نه کړي.
افغان حکومت ويلي هغه طالب بنديان به خوشې نه کړي چې لوی جنايي جرمونو او بريدونو کې ښکېل دي او خطرناک دي.
د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل وايي، طالبانو د هغو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې جنايي جرمونو کې ښکېل دي.


دغه راز يو شمېر حکومتي سرچينو ويلي د طالبانو په دغه لېست کې داسې بنديان شامل دي چې قاتلان، غله او بهرني جګړه مار پکې دي.
خو طالبانو پر حکومت تور پوري کړی چې د دغو بندیانو پر وړاندې يې جعلي قضیې جوړې کړي دي.
افغان حکومت وايي تر اوسه یې له خپلو زندانونو د طالبانو ۳۹۹۵ بندیان راخوشې کړي دي او د طالبانو په وینا دوی تر اوسه له خپلو زندانونو ۶۵۱ بندیان راخوشې کړي دي.
 


د مطلب کود: 214109

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214109/افغان-حکومت-خطرناک-طالب-بنديان-نه-خوشې-کوو

آوا
  https://www.avapress.com