د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي دي، د افغانستان پر سوداګريزو مالونو لګول شوي بنديزونه به ژر ليرې شي.
دا بنديزونه د کرونا وايروس د خپرېدو له امله لګول شوي دي.
د يادې ادارې وياند عبدالباري صديقي رسنيو ته ويلي دي، دوی به ډېر ژر دوې دستګاوې ګټې اخيستنې ته وسپاري چې وارداتي او صادارتي توکي ضد عفوني کوي.
نوموړي وویل، دغه دستګاوې په اقینې او تورغنډۍ بندرونو کې جوړېږي او دغهراز ټولې هغه لارۍ او کاروانونه چې له دې بندرونو څخه تېرېږي درمل پرې شیندي.