دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 214113
کابل نن پنجشنبه د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی
کابل نن د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې د تر ۲۰ ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.
تمه ده چې د کابل په دغې انلاین غونډه کې نن د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي، د دې غونډې کوربه به ولسمشر اشرف غني او نور جګپوړي دولتي چارواکي وي او په‌کې به د اورکم، د بندیانو د تبادلې، د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو او له کرونا سره د مبارزې لپاره د بشر دوستانه اوربند په څېر مسایلو به بحث وشي.
د سې شنبې او دوشنبې په ورځو هم کابل د غونډو کوربه و چې په‌کې د افغان سولې لپاره پر سیمه‌ییزه اجماع او د سولې په اړه نور موضوعات وڅېړل شول.
بل لور ته د سولې ولسي حرکت پرون په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې لوري د لاریونونو له لارې تر فشار لاندې راوستل.
دا اعتراضونه له نیمروزه نیولې تر ننګرهار او بدخشانه او په څو نورو ولایتونو کې وشول.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د سولې ولسي حرکت په ۲۰ ولایتونو کې تر دې عنوان لاندې «جنګ د څه لپاره؟» لاریونونه، اعتراضیه غونډې او کنفرانسونه وکړل."
په دې لاریونونو او غونډو کې په زرګونه کسانو برخه واخیسته، دوی د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل چې نوره جګړه د څه لپاره؟ نور باید موږ په دې جګړه کې ونه‌وژل شو. دایمي اوربند باید اعلان شي او بین‌الافغاني خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.
 
ښاغلي وطندوست زیاته کړه چې د "چهارشنبې د ورځې د لاریونونو پر مهال د روغتیا وزارت لارښوونې د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر په پام کې نیول شوې وې، خلکو ماسک درلود او له یوه بله‌یې واټن ته پام وو. وطندوست بیا وویل چې د جګړې پر ضد به د سولې ولسي حرکت اعتراضي غونډو ته ادامه ورکړي."
د بدخشان په مرکز فیض‌اباد کې د دې لاریون یوه برخه‌وال ظهورالله شریفي ازادي راډيو ته وویل: "په دې نوم موږ نن واټونو ته مخه کړه چې زموږ هیله د بدخشان له خلکو دا ده چې غلي مه‌کېنئ، له موږ سره همغږه شئ چې موږ نه په یمګان کې، نه په هلمند او ننګرهار کې د جګړې توان لرو، همداراز په لیرې پرتو سیمو کې جرم کې او خوستک کې هم دا توان نه‌لرو. هم د خوستک استوګن ستړي شوي او هم د وردوج وال، دغه د ښار وال هم ستړي شوي، تر کله به موږ په خپل وطن کې د پردیو د هدفونو لپاره وژل کېږو، ټپیان کېږو او معیوب کېږو."
اوربند د افغانستان د سولې د روانو هڅو یوه پېچلې مسئله ده. حکومت څو ځله د بېلابېلو مناسبتونو پر مهال د اوربند غوښتنه کړې ده، طالبان وایي چې اوربند د بین‌الافغاني خبرو د بحث مسئله ده.
 
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سولې د ولسي حرکت د پرونیو اعتراضونو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان لوی اکثریت سوله غواړي، خو کله د زندانیانو د خوشې کېدو د مخنيوي له لارې او کله په بله پلمه د سولې د خبرو د پيلېدو مخه نیول کېږي. شاهین زیاته کړه، د سولې ولسي حرکت که چېرته خپله بې‌طرفي ثابتوي، نو پر هغو عناصرو دې فشار راولي چې د سولې ضد دي او باید د نورو په زړه برابر شعارونه تکرار نه‌کړي.
بین‌الافغاني خبرې د زندانیانو د تبادلې پر سر جنجالونو ځنډولې دي، تمه وه چې دا خبرې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې تر موافقې وروسته او د پنځه زره طالبانو او نږدې زر حکومتي بندیانو په تبادلې پسې د مارچ په ۱۰مه پیل شوې وی.
 
حکومت تر اوسه تر څلور زره ډېر طالبان خوشې کړي او طالبانو ۴۷۰ حکومتي بندیان ازاد کړي دي.
طالبانو ویلي دي کله چې د دوی ټول بندیان خوشې شي د یوې اوونۍ په ترڅ کې به بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchzknix23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته