کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني د اروپایي ټولنې لپاره د اقتصاد رغونې په خاطر پر وجهي صندوق ټینګار کوي

19 سرطان 1399 ساعت 10:34


جرمني د اروپایي ټولنې لپاره، د کرونا ویروس له امله د ځپل شوي اقتصاد د رغونې په خاطر، پر وجهي صندوق ټینګار کوي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپایي ټولنې پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، څومره چې ژر کېدای شي په دې برخه کې باید یوې هوکړې ته ورسېږو.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د اروپایي ټولنې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ د یوه بېړني تړون غوښتنه وکړه. انګلا مېرکل وایي چې څرنګه د کرونا ویروس مخه ونیول شوه غړي هېوادونه دې د دې تړون له مخې د اروپایي ټولنې د اقتصادي پياوړتیا لپاره لاس په کار شي.
انګلا مېرکل د چهارشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د پارلمان غړو ته په بروکسل کې وویل: "زموږ اقتصاد ته سخت زیان اوښتی او لا هم په ټوله اروپا کې سخت زیان وراوړي. په میلیونونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. د دې ترڅنګ دوی خپلې روغتیا ته او د خپلو کورنیو روغتیا ته اندېښمن دی. ډېر کسان یو مخ اقتصاد ته وېره لري، دوی ټول اوس زموږ ګډ ملاتړ ته اړتیا لري."
پرون جرمني ته د اروپایي ټولنې مهالنۍ مشري د دې کال تر اخره پورې وسپارل شوه. مېرکل وویل چې کرونا ویروس د اروپایي ټولنې لپاره ډېر ستر ګواښ دی چې اټکل کېږي د اروپایي ټولنې اقتصادي رکود سږ کال ۸،۷ فیصدو ته ورسېږي.
مېرکل زیاته کړه، که چېرته د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي پياوړې کړو تر بل هر وخت به اروپایي ټولنه له دې اقتصادي کړکېچه په قوت بهر شي.


د مطلب کود: 214115

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214115/جرمني-د-اروپایي-ټولنې-لپاره-اقتصاد-رغونې-په-خاطر-پر-وجهي-صندوق-ټینګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.com