دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 214122
امريکا له افغان بې‌وزله وګړو سره مرسته وکړه
امریکا په افغانستان کې له بې وزلو وګړو سره ۴۹ میلیونه ډالرمرسته وکړه.
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په افغانستان کې د بې وزلو وګړو سره د خوراکي موادو لپاره د ۴۹ میلیونه ډالرو مرسته وکړه.
دا مرسته به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرم تر اړمونو کسانو رسوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر رابرټ کاسا وایي، دا مرستې یې په داسې حال کې ترلاسه کړې چې د اټکل سره سم د افغانستان نیږدې څلورمیلیونه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د خوراکي موادو دا مرسته به یو میلیون هغو اړمنو کسانو ته ورسوي چې جکړو ځپلي یا یې د طبیعي افتونو له کبله اقتصاد خراب شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchiknii23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته