په هغه خبرپاڼه کې چې تېره شپه د اقتصاد وزارت له لوري خپره شوې ده راغلي، چې دا خبرې د اقتصاد وزير (له کرونا وروسته په مرکزي اسيا کې د خصوصي سکتور د بېرته راژوندي کول) غونډه کې چې د ويډيو کنفرانس له لارې ترسره شوه، کړې دي.
د خبرپاڼې په حواله، نوموړي ويلي، کرونا ته په کتو ښايي روان کال د افغانستان اقتصادي وده ۳ سلنه راټيټه شي او دغه راز به په افغانستان کې د فقر کچه له ۵۴ عشاريه ۵ څخه ۶۱ عشاريه ۵ ته لوړه شي.
مستور زياته کړې، چې دغه وزارت د نورو ښکېلو ادارو په مرسته يوه طرحه چمتو کړې چې له صنعت کارانو، وړو او منځنيو تشبثاتو د ماليې په برخه کې د ملاتړ تر څنګ، د ښاروالۍ د فيسونو، د اسانه قرضو او د جايدادونو د کرايې او برېښنا په تړاو ده، چمتو کړې ده او د تصویب په موخه يې د اقتصاد عالي شورا او کابينې ته لېږلې ده.
نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان دولت به د روغتیا او ټولنيز مصئونیت څخه په مالي ملاتړ، خصوصي سکتور ته هم چې د کرونا له کبله يې زيان ليدلی، پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ماليې وزارت ويلي و، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د افغانستان اقتصادي وده، په صفر عشاريه پنځه سلنه ودې سره، ۳ عشاريه ۴ ته لوړه شوې ده.