دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 214128
امریکایي استازي: دغه هېواد دې په افغانستان کې پوځي حضور پای ته ورسوي
د امریکا د سنا او استازو مجلس جمهوري غوښتونکو غړو له ټرمپ غوښتي، چې ژر تر ژره دې له افغانستان او عراق خپل سرتېري وباسي.
یادو استازو ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې دوی د یو پیاوړې امریکا هیله لري، خو که یې ځواکونو په افغانستان کې وي امریکا به له ماتې سره مخ شي. دوی دغه راز ویلي چې امریکایي سرتېري باید په خپل هیواد کې ماموریت ترسره کړي.
د سرچینې په خبره له دې وروسته له افغانستان او عراق څخه هیڅ ګواښ امریکا ته نه دی متوجه، نو امریکا ته نه ده په کار چې د نورو لپاره جګړه وکړي.
تردې وړاندې هم د امریکا د سنا او استازو مجلس غړو له ترمپ څخه غوښتنه کړې وه چې له یادو هیوادونو څخه خپل سرتېري وباسي.
بلخوا ټرمپ هم ټینګار کړی چې هیواد یې په بې پایه جکړو کې نه ښکېلوي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdxo0xjyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته